د ننګرهار ولایت په ۱۴ مرکزونو کې د ولسي جرګې دټاکنو په دوهمه ورځ رأيه اچونه روانه ده.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼى وايي، دغه مرکزونه په شپږو ولسواليو کې دي چې پرون پهکې د رأی اچونې بهیر ناوخته پیل شوی و او یا هم د نورو ستونزو له امله تړلي پاتې وو.
د والي وياند وايي، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ولسوالیو مرکز ته د انتخاباتي موادو او د کارول شوو رأیو د انتقال بهيرهم پیل شوى دى.