د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د شپږو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون یوولس تنه وژل شوي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي نن د یکشنبې ورځې شااوخوا یوولس بجې د اچین ولسوالۍ د مامند په سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه سراچه موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې د شپږو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون یوولس تنه وژل شوي.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.