هغه افغانان چې رأی یې پرون استعمال نه کړای شوې نن رأی اچوي 

هغه افغانان چې پرون یې د رأیو د مرکزونو د نه پرانېستل کېدو رأی استعمال نه کړای شوې، نن رأی اچوي.

په کابل کې د ازادي راډیو خبریالان وايي چې د رأی ورکولو مرکزونه په ځنډ پرانېستل شول، خو تراوسه پورې هغه ډول تخنیکي ستونزې نه ویني چې پرون یې له کبله ډېر خلک په ساعتونو منتظر پاتې شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې نن به د رأی ورکولو ۴۰۱ مرکزونه پرانېستې وي چې ۵۰۰ اضافي کارکوونکي ورلېږل شوي دي.