د قاشقجي پر وژنې د امریکا،کاناډا او اروپايي هېوادونو نارضایتي

د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او اروپايي هېوادونو په استانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې د ژورنالېست جمال قاشقجي د وژل کېدو په اړه د سعودي عربستان پر توضیحاتو نارضایتي ښکاره کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ چې د سعودي د سلطنتي کورنۍ نېژدې ملګری دی، پرون شنبه خبریالانو ته وویل، تر هغو به راضي نه شي چې سم ځواب یې نه وي موندلی.

ده همدا راز وویل چې په سعودي باندې پر بندیزونو غور کوي او د دغه هېواد له ولیعهد شهزاده محمد بن سلطان سره به خبرې وکړي.

خو ټرمپ خپلې خبرې وروسته یو څه نرمې کړې، ویې ویل، امکان لري چې ولیعهد به له قتله خبر نه و.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګیرني پرون د دې پېښې په اړه د عادلانه تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

دې د قاشقجي وژنه ډېره ځوروونکې وبلله او د هغه له مسوولانو سره یې د حساب غوښتنه وکړه.

کاناډا وايي، د قتل په خاطر سعودي عربستان غندي او د دغه هېواد له لوري د قاشقجي د وژل کېدو په اړه پر توضیحاتو باور نه کوي.