له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو د پلان شرایط او د خلکو غوښتنه

په لندن کې زرګونه کسانو له حکومته غوښتنه وکړه چې له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو د پلان وروستي شرایط ټول‌پوښتنې ته وړاندې کړي.

په لندن کې پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه، مارش کوونکو د "اروپايي یم او ویاړم" شعارونه لېږدول.

د بریتانیې خلکو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له اروپايي اتحادیې د وتلو په اړه د پرېکړې لپاره په ټولپوښتنه کې برخه واخېسته او ۵۲ فیصده خلکو د وتلو د پلان ملاتړ وکړ، خو له هغه راهیسې، د بریتانیې حکومت نه دی توانېدلی چې د وتلو په شرایطو له اروپايي اتحادیې سره موافقې ته ورسېږي.

بریتانیه یوازې پینځه میاشتې وخت لري چې له اروپايي اتحادیې ووځي.

د لندن ښاروال صادق خان بي بي سي ته ویلي چې د صدراعظمې ټرزا مې پر وړاندې دوه انتخابه پاتې دي او هغه دا چې له اروپايي اتحادیې د وتلو پر بدو شرایطو قانع کېږي یا به هېڅ معامله نه کېږي.

صادق خان ویلي چې دا دواړه انتخابونه له هغو ژمنو سره ډېر فرق لري چې دوه نیم کاله مخکې د بریتانیې له خلکو سره شوې وې.

د یو شمېر څارونکو په باور، که د بریتانیې صدراعظمه ونه توانېږي چې له اروپايي اتحادیې سره د وتلو پر شرایطو جوړ جاړی وکړي، بریتانیا به له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

ځینې نور فکر کوي چې له اروپايي اتحادیې وتل به لندن ته له بروکسل سره پر ګټورو تجارتي معاملو د جوړجاړي موقع وکړي.