له غزني او کندهار پرته په ټولو ولایتونو کې خلکو په انتخاباتو کې برخه واخیسته

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له غزني او کندهار پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلکو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې د ورځې په سهار د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې نوماند ته رأیه ورکړه.

ښاغلي غني د کابل اماني لیسې ته لاړ او د خپلې رأيې په استعمال سره يې له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې دغه پروسه په رسمي ډول پیل کړه.

ولسمشر دا یوه تاریخې شېبه یاده کړه او ويې ویل چې بې باوري، په باور، شک او تردید په یقین او نیوکه وه چې نن په مرسته بدله شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني وویل:

"رأیه یو امانت دی چې موږ یې سپارو او د هغه امانت په اساس له هر کاندیده غواړو چې په ولسي جرګه کې زموږ قوانین تصویب کړي او د ملت په کور کې د د خپلو خلکو استازيتوب وکړي."

په همدې حال کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د رأیې ورکولو یو مرکز ته لاړ او خپله رأیه يې وکاروله.

ښاغلي عبدالله وویل چې که څه هم په د رأيې اچونې د پروسې په پیل کې یو شمېر تخنیکي ستونزې موجودې دي، خو د انتخاباتو له کمېسیونه يې غوښتنه وکړه چې دې برخې ته باید پاملرنه وکړي.

نوموړي دا هم وویل، سره له دې مخالفینو هڅه وکړه چې خلک په دې پروسه کې له ګډونه منع کړي، خو خلکو په انتخاباتو کې په پراخه ګډون سره مخالفینو ته د رد ځواب ورکړ.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"د دغې پروسې د ناوخته شروع کېدو په اړه یو شمېر شکایتونه موجود وو، دې ته باید کمېسیون پاملرنه وکړي، تر څو خلک د رأيې له حقه محروم نه شي."

دا په داسې حال کې ده چې په مرکز کابل کې دا بهیر له یو شمېر امنیتي او تخنیکي ستونزو سره مل و.

د رأیه ورکولو د مرکزونو په ځنډ سره خلاصېدل، د بایومیټریک سېستم سره د کارکوونکو نه بلدتیا، د انتخاباتي کارکوونکو پر وخت نه حاضرېدل، د رأیې ورکوونکو د نوملړ ګډوډېدل او په یو شمېر مرکزونو کې د رأیې پاڼو کموالی هغه ستونزې وې چې دغه بهیر يې له ستونزو سره مخ کړی و.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په دغه پروسه کې یو شمېر ستونزې مني، خو وايي چې هغه مرکزونه چې په ځنډ پرانيستل شوي، د شپې تر اتو بجو پورې به پکې رأیه اچونه روانه وي او هغه مرکزونه چې بیخي نه دي پرانيستل شوي، سبا یعنې د یکشنبې په ورځ به په کې رأیه اچونه وشي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالدیع صیاد په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نن په سلو کې ۹۸ مرکزونه خلاص او اته فیصده يې بند وو.

ګلاجان عبدالدیع صیاد

ده وویل:

"زموږ ۹۲ فیصده مرکزونه په نننیو انتخاباتو کې فعال وو او اته فیصده يې د تخنیکي او اداري ستونزو له امله غیر فعال وو چې انتخابات پکې ترسره نه شول، ټيټه رأیه ورکونه په فاریاب او لوړه په کابل کې ترسره شوې ده، کوم ارقام چې موږ ته رارسېدلي دي، د ورځې تر دو بجو پورې په کابل کې شپږ لکه او اته دېرش زره کسانو رأیه ورکړې ده."

ښاغلي صیاد دا هم وویل چې د ۴۹۰۰ مرکزونو له جملې ۳۷۱ يې د بېلابېلو لاملونو له امله د رأیې اچونې لپاره نه دي خلاص شوي چې سبا به پکې انتخابات ترسره شي.

دی وايي چې تر دې دمه ورته د ۲۷ ولایتونو نیتجې رارسېدلي او د پنځه نورو ولایتونو نتیجې يې لا تروسه نه دي ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د رأیې اچونې په پروسه کې یو شمېر ستونزو ته ګوته نیسي او وايي چې دوی ته د رسېدلو شکایتونو له مخې، د رأیې اچونې زیات شمېر مرکزونه د درېیو او څلورو ساعتونو په ځنډ پرانيستل شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني په یوه خبري کنفرانس کې همدا شان وویل چې د ورځې تر درېیو بجو نه پرانيستل، په ځیني مرکزونو کې د بایوميټریک سېستم نه فعالېدل او یو شمېر مرکزونو ته د حساسو موادو په ځنډ رسېدل نورې هغه ستونزې دي چې دوی ته يې په اړه شکایتونه رارسېدلي دي.

ښاغلي روحاني وویل، همدا ستونزې د انتخاباتو مشروعیت او شفافیت تر سوال لاندې هم راوستی شي.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم په روان بهیر کې یو شمېر ستونزو ته په اشارې سره د انتخاباتو کمېسیون ته د پړې ګوته نیسې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل، دوی له وړاندې دغه ستونزې پېشبیني کړې وي، خو چا يې خبرو ته غوږ نه نیوه.

په کابل کې د انتخاباتو د رأیې ورکولو بهیر د ناامنۍ د یو شمېر پېښو شاهد و چې له امله يې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې يې یو شمېر پېښې تأييد کړې، خو ويې ویل چې په دې اړه دوی د تلفاتو د شمېر په را غونډولو اخته دي او وروسته به يې له رسنیو سره شریک کړي.

نجیب دانش

دی زیاتوي:

"په کابل کې مو د څو پېښو مخه نیولې ده، یو شکمن موټر کشف شوی دی، دوه تنه تورن کسان نیول شوي دي او د پېښو د تلفاتو په اړه په شمېرو راټولو اخته یوو او دقیق معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړو."

خو د راپورونو په اساس چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ چاودنې شوي چې یو شمېر يې مرګ ژوبله هم لري.

د کابل د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو د دغه روغتون په رسمي ټوېټر خبر ورکړی چې د انتخاباتو د ورځې د چاودونو له امله ورته ۳۷ تنه ټپیان راوړل شوي چې یو شمېر يې تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د روغتون مسؤلینو د یو ماشوم د وژل کېدو خبره هم کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي ډاکتر محب الله ځېر ازادي راډيو ته وویل چې د نن ورځې په بېلابېلو پېښو کې درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

دې وايي، د دغو پېښو د مرګ ژوبلې دقیقې شمېرې لا هم نه دي معلومې، خو دوی هڅه کوي چې یاد وروستي معلومات دقیق کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د تلفاتو د دغې شمېرې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې په ټول افغانستان کې زرګونه امنیتي سرتېري د دغې پروسې امنیت ساتي.

د یادولو وړ ده چې د رأیې اچونې لپاره ۸٫۸ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه یې ښځې دي.

د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې ۲۵۶۶ نوماندان سیالۍ کوي، په دوی کې د ښځینه نوماندانو شمېر شااوخوا ۴۰۰ دی.

راپور: اکرام الله اکرام