روسیه: واشنګټن پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو لپاره پلمې جوړوي

روسیې پر متحده ایالاتو تور لګولی چې واشنګټن پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو لپاره پلمې جوړوي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د امریکا څارنوالانو یوه روسۍ وګړې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې په لاسوهنه تورنه کړه.

داسې ښکاري چې دا د امریکا د راتلونکې میاشتې د کانګرس د انتخاباتو په تړاو د لاسوهنې لومړنی تور دی چې پر دې روسۍ مېرمنې لګول شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف په یوې اعلامیې کې چې نن شنبه خپره شوه، ویلي:

"موږ پوهېږو چې واشنګټن زموږ د هېواد پر وړاندې د خپلو بدنامو بندیزونو د لګولو لپاره پلمې جوړوي."

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د امریکا استخباراتي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی د امریکا په انتخاباتو او پالېسیو کې د روسیې، چین او ایران له نفوذه اندېښنه لري.

په امریکا کې د نوامبر په ۶ مه د کانګرس، ایالتي واليانو یا ګورنرانو، د ایالتي پارلمانونو د غړو او انتخابي پوسټونو لپاره انتخابات کېږي.

په دې انتخاباتو کې به پرېکړه وشي چې د کانګرس داستازو پر مجلس او سنا د جمهوري غوښتونکي ګوند واکمني دوام کوي، که ډموکراتان مخکې کېږي.