صیاد: د رأیو بهیر به د شپې تر اتو او ځینو سیمو کې سبا هم دوام کوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأیې ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن شنبه په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي یې ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې پکې رامنځته شوې وې، رأیې ورکوونکي کولای شي چې د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي سیاد زیاته کړه چې په یو شمېر مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانيستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانيستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه په خپل وخت نه دي پرانيستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځڼډېدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأیې اچولو لپاره پرانيستي هم دي، د بې نظمیو راپورونه ورکول کېږي، لکه د بایومټریک سېستم د کارولو ستونزه، د رأیې پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأیې ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.