افغان سرتېرو او پاکستانیو ملېشو په سپین بولدک کې نښته کړې

په سپين بولک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ بيا جګړه پېل شوې ده.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې جګړه نن سهار د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سيمه کې پېل شوې ده.

عيسي وویل چې نښته يو ځل بيا د افغان ځواکونو لخوا د اغزن سيم د غځولو د مخنيوي په غبرګون پېښه شوې ده.

نوموړي وویل چې جګړه تيزه نه ده او وقفه یې بڼه لري:

"موږ ته هم راپور رارسېدلی چې پر ځینو پوستو انداختونه شوي دي هم د دوی او هم زموږ، الته دا پېښه په ښورابک کې شوې، خو جګړه ډېره توده نه ده."

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ او ښورابک ترمنځ د سروڅاهانو په منطقه کې تېره اوونۍ هم د پاکستاني ملېشوو سره افغان سرحدي ځواکونو جګړه کړې وه چې وروسته پاکستان د چمن-سپين بولدک دروازه هم تړلې وه.

--