سعودي په استانبول کې د دوی په قونسلګرۍ کې د خاشقچي مړینه تأیید کړه

سعودي عربستان نن شنبه د لومړي ځل لپاره د تري تم شوي خبریال جمال خاشقجي مړینه په استانبول کې په خپله قونسلګرۍ کې تأیید کړه او ویې ویل چې هغه یو بل ته د لاس اچولو او سوکانو وهلو په نتیجه کې مړ شوی دی.

د سعودي عربستان دولتي رسنۍ او د دې هېواد دولتي ټلویزیون دا خبر د سعودي د سرچینو له قوله ورکړی او ویلي یې دي چې سعودي عربستان د واشنګټن پوسټ د خبریال د وژنې په اړه ژور خواشینی دی.

خاشقجي د اکتوبر له دوهمې راهیسې له کله چې دی په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و چې له خپلې ترکۍ ملګرې سره د واده کولو لپاره سندونه ترلاسه کړي، تری تم شو.

د سعودي دولتي رسنۍ د دې پېښې په اړه د سعودي څارنوالانو لومړنۍ څېرنې ته په اشارې سره ویلي چې د استانبول په قونسلګرۍ کې د خاشقجي او د نورو کسانو چې له هغه سره یې لیدل، خبره اړول شوې چې خبره د سوکانو ګوزارونو ته رسېدلې چې په نتیجه کې یې نوموړی وژل شوی دی.

څارنوالانو ویلي چې په دې اړه څېړنه روانه ده او اتلس کسان چې ټول د سعودي عربستان اتباع دي، توقیف شوي دي.

د سعودي عربستان عامه څارنوال وویل چې د دغې پېښې په خاطر د شاهي محکمې سلاکار سعید القحطاني او د استخباراتو مرستیال احمد اسیري له خپلو دندو لېرې شوي دي.

سعودي رسنۍ وایي چې پاچا سلمان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان تر څارنې لاندې د استخباراتو د عمومي ادارې د تشکیل د محدودلو امر کړی دی.