د پښتنو د تحفظ غورځنګ مشر، افغان ولس ته تسلیت وايي

منظور پشتین

په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ مشر، منظور پشتین پر نړیوالې ټولنې ږغ کړی چې د پښتنو پرضد روان تشدد ته پام او دلته د روانې جګړې له پاي‌ ته رسېدو سره مرسته وکړي.‌

پشتین پرون، جمعه د اکټوبر ۱۹مه،‌ پر ټوېټر پر خپله رسمي‌ پاڼه لیکلي‌ چې پر ولسي‌ مشرانو او مخورو تروریستي حملې غندي‌ او د افغانستان ولس ته تسلیت وايي.‌

منظور پشتین لیکلي: موږ د پښتنو پر خاوره سوله غواړو.

د پنجشنبي‌ په ورځ په کندهار کې په حمله کې د هغه ولایت امنیه قوماندان، عبدالرازق اڅکزی او داستخباراتو مشر عبدالمومن حسین خېل ووژل او والي سخت زخمي‌ شو.

تردې حملې مخکې په هلمند کې په انتحاري حمله کې ولسي جرګې ته دهلمند کاندید، عبدالجبار قهرمان ووژل شو.‌