امریکا د کانګرس په انتخاباتو کې د بهرني لاسوهنې خبرداری ورکړی دی

د امریکا د استخباراتو او د قانون د انفاذ ادارو د هغه هېواد د کانګرس په را روانو انتخاباتو او د امریکا په نورو ټاکنو کې د بهرنیوهېوادونو لکه چین، روسیه او ایران د ممکنې لاسوهنې خبرداری ورکړی دی.

د انتخاباتو د مصئونیت په اړه د خبرداري بیان پرون، جمعه د اکټوبر ۱۹مه، خپور شو چې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې، د کورني امنیت ادارې، د عدلیې وزارت او د استخباراتو فدرالي ادارې مشرتابه لاسلیک کړی دی.

په بیان کې لیکل شوي :

"موږ د روسیې، چین او نورو بهرنیو لوبغاړو لکه ایران له روانو کمپاینونو اندېښنه لرو چې پر ډېموکراتیکو ادارو باور ته به زیان ورسوي او دخلکو پر اذهانو او حکومتي پالیسو به اغېز وکړي."

په امریکا کې د نومبر په ۶مه، د کانګرس ، ایالتي واليانو یا ګورنرانو، د ایالتي پارلمانونو د غړو او انتخابي پوستونو لپاره انتخابات کېږي.

په دې انتخاباتوکې به پرېکړه وشي چې د کانګرس داستازو پرمجلس او سنا د جمهوري غوښتونکي ګوند واکمني دوام کوي که ډيموکراتان مخکې کېږي.