د جنرال عبدالرازق جسد په کندهار کې خاورو ته وسپارل شو

جنرال عبدالرازق قوماندان امنیه ولایت کندهار

د کندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق جسد د خاورو ته سپارلو مراسم نن په کندهار ښار کې وشول.

ښاغلی رازق پرون له غرمې وروسته د کندهار د والي د ساتونکي د ډزو په حمله کې ووژل شو.

په دې حمله کې د کندهار د ملي امنيت رئیس جنرال عبدالمومن حسین خېل هم ووژل شو.

له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم نن په کابل کې د جنرال عبدالمومن حسين خېل په جنازه کې ګډون وکړ.

ښاغلي غني په دغو مراسمو کې وويل:

"د افغانستان قسم خوړولو دښمنانو هدف دا دی چې د دې ملت سپېڅلې هيلې او د خلکو د ارادې مخه ونيسي، د دې مملکت پر زامنو حملې کوي، خو بريالي کېږي نه، ټول بايد پوه شي چې له هرې قطرې وينې څخه وروسته سلګونه مومن او متحد افغانان نور راځي او دا زموږ ملي وجيبه ده چې څلوېښت کلن بحران ته د پای ټکی کېږدو، ان شاالله په برياليتوب به تر سره کېږي."

په کندهار ولايت کې په پرونۍ حمله کې د دغه ولایت والي زلمی ويسا، د ۴۰۴ ميوند زون قوماندان جنرال نبي الهام، د کندهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عزيز احمد عزيزي او دوه امریکايي سرتېري هم ټپیان شول.

د دوو لوړپوړو افغان امنيتي چارواکو تر څنګ د ملي ټلويزیون یو خبريال اسلم انګار هم د پنجشنبې په پېښه کې ووژل شو.

طالبانو د دې حملې مسؤليت منلی دی.