موحد: د نشه یي موادو د قاچاق په جرم ۱۳ کسان محکوم شول

خالد موحد سخنگوی مرکز عدلی و قضایی مبارزه علیه مواد مخدر

د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ او استېناف محکمو (۱۳) کسان په جزا محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا (۱۳) کسان چې یوه یې ښځه وه، د نشه يي موادو د قاچاق د لسو قضیو په تړاو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د ابتدائيه او استېناف محکمو له خوا له پنځو څخه تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شول.

د یادونې وړ ده چې په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاق (۲۳) تورن کسان دې مرکز ته معرفي شوي دي.

له نیول شویو کسانو سره (۴۸) کیلو ګرامه هیروئین، (۷) کیلو ګرامه مورفین، تر (۳۶) کیلو ګرامو ډېر تاریاک، (۵۳۰) کیلو ګرامه چرس او (۵۳۶۶) ټابلېټ (K) ګولۍ نیول شوي دي.