پوتین: اټمي وسلې پر روسیې د اټمي حملې په غبرګون کې کاروو

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین ويلي چې هېواد به یې اټمي وسلې يوازې پر دغه هېواد د اټمي حملې په غبرګون کې کاروي.

پوتين دا خبره په سوچي کې د پنجشنبې په ورځ د پالېسۍ په نړيوال کنفرانس کې وکړه.

ده وويل چې مسکو به اټمي وسلې يوازې په دفاعي برخه کې کاروي او دا هم په هغه صورت کې چې که د روسیې دفاعي سېستم اټمي توغندي کشف کړل چې د روسيې پر لور وتوغول شي.

ده ادعا وکړه چې د ده هېواد هايپرسانيک توغندي جوړ کړي او دا یې هېواد ته په نظامي برخه کې برلاسي ورکوي.