د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس نن جمعه ویلي چې د کندهار د امنیه قوماندان وژل کېدل به د دې ولایت په امنیت کې کوم اساسي بدلون رانه ولي او نه به دغلته د امریکايي ځواکونو په ماموریت کې بدلون راشي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس په سنګاپور کې د یوه امنیتي کانفرانس تر څنګ خبریالانو ته ویلي:
"دا د رازق وژل کېدلو ته په کندهار کې د کوم داسې څه په نظر نه ګوري چې دغلته به حالاتو کې کوم ستر بدلون راشي.“
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه یې له جنرال مېلر سره چې له دې بریده روغ وتلی، خبرې نه دي کړي او د طالبانو له خوا د دغه برید د مسؤلیت د منلو ادعا نه شي تأییدولای.
د مټېس په وینا، موږ باید پیدا کړو چې دا برید چا کړی؟ خو زیاته کړې یې ده:
"دم ګړۍ موږ د انتخاباتو خوا ته روان یوو او موږ به د افغانستان د خلکو دفاع ته دوام ورکړو."
مټېس زیاته کړې، دا خواشینوونکې ده چې افغانستان یو هېوادپال شخص له لاسه ورکړ او دا یوه ضایع ده، خو زه فکر نه کوم چې دا ضایع اوږدمهالې اغېزې ولري.
نوموړي په دې اړه چې دا برید به په انتخاباتو کې چې د شنبې په ورځ ترسره کېږي، د خلکو په ګډون اغېز وکړي کنه؟ وویل چې په دې اړه څه ویل له وخته مخکې دي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کندهار کې دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خوا خوږي ښودلې ده.