د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین او د څو اروپايي هېوادونو جګپوړو وزیرانو پرون پنجشنبه وویل چې په سعودي عربستان کې د پانګونې په اړه په یوه کنفرانس کې چې راتلونکې اوونۍ جوړېږي، د تري تم شوي سعودي ژورنالېست جمال خاشقچي د قضیې په خاطر ګډون نه کوي.
دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو د سعودي عربستان او ترکیې له سفره تر راستنیدو وروسته منوچین او ولسمشر ډونالډټرمپ ته د خاشقچي د قضیې په اړه معلومات ورکړل.
منوچین له دې کتنې وروسته پر ټویټر په یوه مختصر پیغام کې ولیکل، ده او ولسمشر ټرمپ پریکړه وکړه چې دی به په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي.
دا کنفرانس په سعودي عربستان کې د ولیعهد محمدبن سلمان د اقتصادي اصلاحاتو د یوه نندارتون په توګه د اکتوبر له ۲۳ نیټې تر ۲۵ مې پورې پلان شوی دی خو پر امریکا سربیره یوشمیر اروپايي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم ویلي دي چې ګډون نه پکې کوي.
جمال خاشقچي د اکتوبر په ۲مه په استانبول کې لادرکه شو. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې نوموړی د سعودي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی خو سعودي چارواکي دا ادعاوې ردوي.