په هرات کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۵ کسان نیول شوي

د هرات ولایت د پولیسو چارواکي د مخدره موادو د قاچاق په تور د فراه ولایت د پنځو اوسېدونکو د نیولو خبر ورکوي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دې کسانو ۲۶۶ تابلیتونه چې له مخدرو مواد ډک وو خوړلي و، او غوښتل یې چې هند ته یې قاچاق کړي. ښاغلي ولیزاده زیاته کړه:

"مخکې له دې چې دا کسان د هرات هوايي ډګر ته ننوځي د امنیه قوماندانۍ د مخدر موادو پرضد د مبارزې د مدیریت د پولیسو له خوا تشخیص او ونیول شول."

د هرات د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي د روان کال له پیله په دې ولایت کې د مخدروموادو د قاچاق په تور دېرش کسان نیول شوي دي.