خلاصون لارې شورا: خلیلزاد دې د بې پرې او رښتینو استازو نظرونه هم واوري

د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي چې که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په رښتیني توګه غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي نو د ولس ترڅنګ دې د افغانستان د بې پرې او رښتینو استازو سره هم سلا مشورې وکړي.

د دې شورا مشر سید اکبر اغا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د قومي مشرانو او علماوو سره په يوه ناسته کې وویل چې د افغانستان د سولې کلي له ولس سره ده، نه د حکومت او طالبانو سره.

د ده په خبره د افغانستان د سولې په برخه کې د ښاغلي زلمي خلیلزاد هڅو ته خلک په مثبت او منفي دواړو نظرونو ګوري.

نوموړي زیاته کړه:

سید اکبر اغا

"خدای دې وکړي چې د اخلاص لوری يې شي، ښکاري چې دوی هم دلته ستړي شول او د افغانانو حالت هم دوی ته معلوم شو چې په افغانستان کې موضوع نه په حکومت حل کېږي او نه هم يوازې د طالب په فکر باندې حل کېږی بلکې په ملت باندې هوارېږي،ملت ته دې واک او اختیار ورکړي او ښاغلی خلیلزاد دې دا مشورې له ملت نه واخلي."

د دغه پخواني طالب چارواکي په خبره، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره بین الافغاني مذاکراتو ته اړتیا ده چې په کې ټول اړخونه شامل وي.

د ده په خبره، ښاغلی خلیلزاد دې هڅه وکړي چې د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنې د مخینوي لپاره د دغو هېوادونو له مشرانو سره مذاکرات او همغږي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په تړاوو کابل،اسلام اباد،ریاض،قطر او دوبۍ ته ځانګړي سفرونه درلودل.

په قطر کې د افغانستان د سولې په تړاو د طالبانو له استازو سره د د نوموړي لیدل کتل تائید شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح بیا ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دې صلاحیت نه لري چې د افغانانو په استازیتوب له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د ښاغلي صالح په خبره له طالبانو سره د سولې خبرې باید د افغان حکومت او خلکو په مالکیت وشي.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړي محمد زمان مزمل چې د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا لخوا په جوړې شوې غونډه کې یې ګډون درلود وویل چې د امریکا او متحدینو لخوا یې د سولې د روانو هڅو په لړ کې ولس هم باید په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره يو موټی شي:

"زموږ او ستاسو لوی مشکل دا دی چې ملت هم متحد نه دی، زه دا ښه بولم چې ښاغلی خلیلزاد راغلی د سولې لپاره، په متعددو حل لارو باید عقیده ولرو، ډېر مثالي څېزونه په ۲۱ پېړۍ کې نشته، په داسې حال کې چې خلیلزاد او له هغه نه مخکې امریکایانو دوه، درې وارې په قطر کې له طالبانو سره لیدلي، طالبانو وروڼو ته مې دا وړاندیز دی چې له ملت سره مشوره وکړي، په دې ملت کې خلک شته، هر حل ته چې ځي د ملت مشوره دې واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د سولې خبرې باید د طالبانو، دولت او سیاسي ګوندونو ترمنځ وشي.

نوموړي دا هم وویل چې طالبان کولای شي، د اساسي قانون په تعدیل،د نوي حکومت په رامنځته کولو او بهرنیو ځواکونو په وتلو بحث وکړي.

راپور: محمد واصل وصال