د ترکیې پېژندل شوې ارمنی عکاس، ارا ګولر مړ شو

د ترکیې پېژندل شوې ارمنی عکاس، ارا ګولر مړ شو.

د ارا ګولر عکسونو په نړۍ کې ښه شهرت لري.

هغه د مرګ په وخت ۹۰ کلن و.

د ترکیې رسنیو نن، پنجشنبه د اکټوبر۱۸مه،وویل چې ارا ګولر په استانبول کې مړ شوی دی.

ارا ګولر څو لسیزې د استانبول ښار تور او سپین عکسونه واخیستل او نړیوال شهرت لري.

د اندرا ګاندي، سلوادور دالي، وینستن چرچل، سوفیا لورېن او پابلو پېکاسو په څېر، د پېژندل شوو نړیوالو شخصیتونو تور او سپین عکسونه هم چې ارا ګولر اخیستي دي، ډېر معروف دی.

د ترکیې حکومت سږکال په استانبول کې د ارا ګلر په نوم د عکاسۍ یو موزیم پرانیست.