د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی استعفا کوي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، سټفان دې میستورا له خپلې دندې استعفې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې د بشار الاسد پوځ د ایراني او روسي ځواکونو په مرسته ډېرې سیمې سږکال ونیولې او د سولې لپاره د نړیوالو هڅو د بریالیتوب امکانات یې محدود کړل.

سټفان دې میستورا پرون، چهارشنبه د اکټوبر ۱۷مه، وویل چې د شخصي دلایلو له مخې یې د استعفی پرېکړه کړې ده.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، سټفن دې میستورا ویلي چې د بشار الاسد ځواکونو پرمختګ کړی خو دایمي سولې به یوازې هغه وخت ټینګه شي چې د ملګرو ملتونو ملاتړ ولري.