د چک جمهوریت وايي، په افغانستان کې یې ۵ عسکر ټپيان شوي

د چک جمهوریت د دفاع وزارت تائید کړه چې په افغانستان کې یې پنځه عسکر زخمیان شوي دي.

د چک جمهوریت د دفاع وزارت نن پنجشنبه د اکټوبر۱۸مه، وویل چې په بګرام کې پرون د دوی د عسکرو د ګزمې پر موټر انتحاري حمله وشوه او پنځه عسکر یې زخمیان شوو.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوعسکر یې ډېر زخمي شوی و، په بېړني ډول عملیات شوی او له خطره وتلی دی.

دحملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار اسوشیتد پرېس ته ویلي چې پرون په بګرام ولسوالۍ کې په دې حمله کې دوه ملکي افغانان هم وژل شوي او درې زخمیان شوي دي.

د اګست په ۵مه، په پروان کې په انتحاري حمله کې درې چک عسکر وژل شوي وو.