د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ۷کاندیدان له وروستي لېسته وایستل

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون اووه کاندیدان له وروستي لېسته و ایستل.

په ایستل شوو کاندیدانو کې روحینا ولیزۍ له میدان وردګ، عبدالرکریم شفق له فراه، حبیب الله غوریاني له هرات، عبدالله ساحل له کندز، غلام نبي ساقي له غور، احمد شاه سادات حسیني له هرات او سمیرا خیرخوا له بلخ نه شامل دي.

د شکایتونو کمېسیون مسؤلینو نن د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال دغه لېست اعلان کړ.

د شکایتونو کمېسیون وايي، روحینا ولیزۍ، غلام نبي ساقي، عبدالله ساحل، له دندې نه د استعفا نه کولو، سمیرا خیرخوا د قانوني سن نه پوره کولو، عبدالکریم شفق او حبیب الله غوریاني د حبس لرلو او احمد شاه سادات حسیني د بهرني تابعیت لرلو له امله له وروستي لېسته ایستل شوي دي.

تر دا مهاله دغه لیري کړل شویو کاندیانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې انتخابات راتلونکې شنبه د مېران پر ۲۸ وشي.