ترکي څېړونکو نن د عربستان قونسلګري بیا تلاشي کړه

د ترکیې څېړونکو نن پنجشنبه د اکټوبر ۱۸مه، په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګري بیا تلاشي کړه.

دا دوهم وار دی چې د ترکیې پولیس دا کار کوي.

هغوی دا کار د سعودي ژورنالیست، جمال خاشقجي د څرک موندلو لپاره کړی دی.

ژورنالیست خاشقجي د سعودي عربستان د حکومت پر پالیسیو ډېر انتقادونه کول او د واشنګټن پوست په ګډون یې متعبرو خبري رسنیو ته کالم یا یادداشتونه لیکل.

جمال خاشقجي د اکټوبر په ۲مه، په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته په ضروري اسنادو پسې ورغلی و او له هغه راهیسې بې درکه دی.

د ترکیې دولتي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې جمال خاشقجي یوې ځانګړې ډلې چې له سعودي عربستانه ورغلې وه، وژلی او بیا یې ټوټې کړی دی.

په استانبول کې عیني شاهدانو ویلي چې پولیسو نن سهار د سعودي عربستان د قونسلګرۍ باغچه او د مامورینو موټر هم تلاشي کړي دي.

څېړونکو د قونسلګرۍ له ودانۍ د خاورې نمونه او د DNA معاینې لپاره نښې اخیستې دي.

د ترکیې څېړونکو نن سهار، د سعودي د قونسل، محمد العتیبي کور هم تلاشي کړی دی.

محمد العتیبي د تېرې سې شنبې په ورځ ریاض ته ستون شو.