په بګرام کې انتحاري حملې د ناټو درې عسکر ټپیان کړي

په بګرام کې په انتحاري حمله کې د ناټو درې عسکر زخمیان شوي دي.

د ناټو یوې وياندې دېبرا رېچردسن نن پنجشنبه د اکټوبر ۱۸مه، دا خبر تائید کړی خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې پرون په بګرام ولسوالۍ کې په دې حمله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه زخمیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی دی.