الکوزی: پر وارداتو د لګول شوي محصول ستونزه لا نه ده هواره شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، حکومت د واردېدونکو توکو ګمرکي محصول دوه چنده لوړ کړی دی.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، د مالیې وزارت له خوا د وارداتي موادو پر یوه کانټېنر له ۱۵۰زرو افغانیو نه تر۴۵۰ زور افغانیو پورې ګمرکي تعرفې لوړې کړي دي.

نوموړي وویل دا ستونزه له یوې میاشتي راهیسې روانه او تراوسه ورته قانوني حل نه دی پیدا شوی.

ښاغلی الکوزی وايي، د حکومت دغه کار د نرخونو د لوړېدو ترڅنګ غیر قانوني تجارت ته زمینه برابره کړې ده.

خو د مالیې وزارت وايي چې په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ له خونې او له سوداګرو سره مشوره شوې ده او قانوني حل به ورته وموندل شي.