ایټالیا: پر روسیې د بندیزونو له غځولو سره مخالفت کوو

د ایټالیا مرستیال صدراعظم وایي، هېواد به یې پر روسیې د اروپایي اتحادیې له‌خوا د بندیزونو له غځولو سره مخالفت وکړي خو وایي، روم چمتو نه‌دی چې له نورې اروپایي اتحادیې سره په ضدیت کې د بندیزونو پریکړه ویټو کړي.

ماتیو سلویني Matteo Salvini له مسکو څخه د کتنې په مهال د چهارشنبې په ورځ وویل چې دی دلته د دې لپاره راغلی چې باور لري دغه بندیزونه اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ناوړه اغېز لري.

سلویني د ایتالیا د ښي اړخي ګوند مشر او د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر هم دی.

هغه د دغو بندیزونو چې په ۲۰۱۴ میلادي کال د روسيې له‌خوا د کریمیا ټاپو وزمې د الحاق له امله پر مسکو لګول شوي، پر اساس انتقاد وکړ.

د اروپایي اتحادیې ځواکمنو غړیو، جرمني او فرانسې او یوشمیرزیاتو غړیو یې ویلي چې پرروسیې باید بندیزونه ترهغه وخته چې په سیمه کې کړکیچ پای ته نه وي رسیدلی، په خپل حال پاتې شي.