ملګرو ملتونو د ولسي جرګې لپاره د شنبې د ورځې د انتخاباتو پر شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه انتخابات باید له درغلۍ پرته شفاف ترسره شي.
د یوناما لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ټول افغانان دې ته وهڅول چې د درغلۍ د هر مشکوک مورد شکایت له اړوندو ادارو سره ثبت کړي.
یاماماتو پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د درغلیو د مخنیوي لپاره فعال، باخبره او رغنده لول ولوبوي. د هغه په وینا افغانان د پراخو، باوري او شفافو انتخاباتو مستحق دي.
یوناما وویل، په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي ستر مسوولیت پهخپله کاندیدان لري چې باید له خپلو پلویانو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی په ګټه به درغلي نه کوي.
یوناما دغه راز د ولسي جرګې پر انتخاباتو د شاوخوا څلور لکه څارونکو او د کاندیدانو او همدارنګه د سیاسي ګوندونو د استازیو څارنه د دغو انتخاباتو د شفافیت د یقیني کولو لپاره مهمه بولي او پر ټولو دغو اړخونو غږ کوي چې پهدې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.
ملګري ملتونه له مخکې د ولسي جرګې د انتخاباتو شفافیت ته دغه اندیښنه په داسې حال کې څرګندوي چې پهدې هېواد کې ترسره شوي مخکیني ټول انتخابات له پراخو درغلیو او بې نظیمو سره مله وو.