د ایران د بهرنیو چارو وزیر تور پورې کړ چې د امریکا لهخوا لګول شوېو وروستیو بندیزونو د ایرانیانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
جواد ظریف وویل، د متحده ایالاتونو د بندیزونو اعتیاد له کنټروله وتلی دی.
ظریف د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټري پیغام کې وویل، د ایران پر دوو بانکونو او یو شمېر شرکتونو چې د ایران له بسیج ملېشې د تړاو شک پرې کېږي، لګول شوي بندیزونه د عدالت د نړیوالې محکمې له هغې فیصلې سره په تضاد کې دي چې له ایران سره په بشري چارو کې سوداګري نه منع کوي.
ظریف د قانون حاکمیت او د ټولو خلکو بشري حقونو ته په نه پاملرنې د واشنګټن رژیم یو غېر قانوني رژیم وباله او زیاته یې کړه چې د ایرانیانو پر ضد د بندیزونو لګولو اعتیاد یې د دښمني نښه ده.
ظریف وویل، پر یوه بانک چې امریکا بندیزونه لګولي، ایران ته د خوراکي موادو او درملو په واردولو کې مهم رول لوبوي.