جنرال جوزف ډانفورډ: لا هم د تُندلارو ګواښ له‌منځه نه‌دی تللی

د امریکا لوی درستیز وایي سره له‌دې چې متحده ایالاتو او لویدیځو هېوادونو د چین، روسیې او ایران له لوري زیاتېدونکو ګواښونو ته پام کړی دی، خو لا تر اوسه هم د تُندلارو ګواښ له‌منځه نه‌دی تللی.

جنرال جوزف ډانفورډ تېره ورځ د نړۍ د ۸۰ هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په واشنګټن کې وویل:

"پوهېږم کله چې دفاع وزیران بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي، روښانه پریکړه به وکړي چې ځینو اقداماتو ته اړتیا شته. په خاص ډول هغه هېوادونه چې وګړي یې په تُندلارو کې شامل دي."

د جنرال ډانفورډ په خبره په افغانستان، عراق او سوریې کې د یاغي ډلو د نفوذ په کمولو سره د دغو ډلو بریدونه په لویدیځو هېوادونو کې راکم شوي دي، خو هغه سیاسي او ټولنیز شرایط چې له دغو ډلو سره د وسله‌والو د یوځای کېدو زمینه برابروي، نه‌دي بدل شوي.