روسي څېړونکي د کریمیا په پوهنتون شوې پېښه قصدي وژنه بولي

روسي څېړونکو د کریمیا په یوه پوهنتون کې پرونی چاودنه یوه تروریستي پېښه نه بلکه قصدي وژنه بولي، ځکه د یو شمېر قربانیانو پر بدن د مرمیو نښې لیدل کېږي.

هغه کس چې د کریمیا په پولي‌تخنیک پوهنتون کې د دې برید شک پرې کېږي یو ۲۲ کلن ځوان ښودل شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

تردې وړاندې دولتي خبري اژانسونو د روسیې د ترورېزم ضد کمېټې په حواله لیکلي وو چې دا پېښه د چاودیدونکو موادو له کبله رامنځته شوې ده.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا سیمه الحاق کړه.