د خوست چارواکي هیله مند دي چې د شنبې په ورځ به د دغه ولایت د رأی ورکولو ټول مرکزونه پرانېستې وي.
په خوست کې د رأی ورکولو په شپږو مرکزونو کې پر تذکرو سټیکر نهدی لګیدلي او پاتې به یې د شنبې تر ورځې له امنیتي پلوه خوندي شي.
د خوست امنیه قوماندان اختر محمد نورزوی د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل:
« تر اوسه له ۲۷ سایټونو څخه ۲۵ سایټونه متوسط تهدید ته راښکته شوي او په دې دوو نورو سایټونو عملیات جریان لري، ان شاء الله وبه کولی شو چې د انتخاباتو تر ورځې په هغو ټولو سایټونو کې چې سټیکري لګیدلي دي خلک وکولی شي خپله رایه استعمال کړي»
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا د غزني په ټول ولایت او د نورو ولایتونو په لسو ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د شنبې په ورځ انتخابات نه ترسره کیږي.