د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی خپله دنده پریږدي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی وایي چې د نومبر تر اخره به خپله دنده پریږدي.

ستیفین دي میستورا پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وویل:

« په دې برخه کې ما له سرمنشي سره مشوره کړې، اجازه راکړئ چې تاسو ته هم معلومات درکړم، که وکولی شم، زه په خپله د نومبر په وروستۍ نیټه ځم، زما پریکړه خالص یو مخ شخصي ده»

دی میستورا ترڅلور کاله ډير وخت وشو چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتو استازی دی.

د سوریې د څه باندې اووه کلنې شخړې پرمهال دی دریم کس دی چې خپله دنده پریږدي.