د طالبانو د یوه قوماندان د کور پنځه غړي په هرات کې ووژل شول

د یوې ښځې په ګډون د طالبانو د یوه قوماندان د کور پنځه غړي د هرات په پشت کوه ولسوالي کې پرون مازدیګر ووژل شول او دوه تنه هم ټپيان شول.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، دې کسانو چاودیدونکي مواد انتقالول او غوښتل یې چې ماینونه ځای پرځای کړي او د انتخاباتو په ورځ انفجار ورکړي، خو دغو چاودیدونکو موادو پرې انفجار وکړ او دا پیښه وشوه.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې دا کسان د طالبانو د قوماندان ملا نعمت الله د کور غړي دي او دا قوماندان په پشت کوه کې په افضلي مشهور دی.