په بګرام کې د امریکایي ځواکونو اډې ته څیرمه، دوه تنه وژل شوي

په بګرام کې د امریکایي ځواکونو اډې ته څیرمه د سه دُکان په سیمه کې په پرونۍ چاودنه کې دوه ملکي افغانان وژل شوي، دوه ښځې ټپي شوي او درې بهرني سرتیرې زخمیان شوې دي.

د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ وليزاده رویټرز اژانس وویل چې یوه پلي ځانمرګي دا چاودنه وکړه.

طالبانو په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی دی.