لسګونو اعتراض کوونکو د کابل شمال لویه لاره تړلې

د بغلان د پلخمري لسګونو اوسېدونکو د پلخمري د شمال باغ په سیمه کې د یوې امنیتي پوستې د ټولو سرتېرو د وژل کېدو په اعتراض کې د کابل شمال لویه لاره تړلې ده.

د وژل شویو اتو سرتېرو خپلوانو دغه مړي پر دې لویه لاره ایښي او اعتراضونه یې دوام لري.

یو شمېر اعتراض کوونکي ادعا کوي چې دغو سرتېرو ته چې له طالبانو سره په شپږ ساعته جګړه کې ټپیان شوي وو، پوځي ملاتړ ونه رسېد او حتی د دوی په خبره، د دولت له لوري د توپ مرمیو له کبله وژل شوي دي.

دی وایي:

"د سهار تر څلورو بجو پر دوی عملیات روان وو، بالاخره په خپله د دولت له لوري د توپ دوه مرمۍ پر دوی لګېږي او ټول وژل کېږي، بالاخره دښمن راځي او د دوی ټولې وسلې او مهمات له ځانه سره وړي."

دغه اعتراض کوونکي د قضیې د پلټنې غوښتنه کوي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبريال په وار وار هڅه کړې چې له امنیتي مسؤلینو سره په دې اړه خبرې وکړي، خو تر اوسه مسؤلینو ځواب نه دی ویلای.