د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو د خوندیتوب لپاره په جنګي شرایطو او اضطراري حالاتو کې د دوی د ساتنې پالیسي جوړه کړه.
د ځانګړې پالېسۍ نشتوالی، له کورنیو جګړو د بېځایه شویو لپاره د خوندي سرپناه نشتون، امنیتي ستونزې، له زیان سره د مخ شویو مېرمنو لپاره نه پاملرنه د ښځو پر وړاندې هغه ستونزې دي چې د ښځو چارو وزارت ورته د رسېدو او د دوی د خونديتوب لپاره پالیسي جوړه کړې ده.
د یاد وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ښځو ستونزو ته په کتو، دوی له اړوندو بنسټونو سره دا پالیسي جوړه کړه چې له عملي کېدو سره به يې شته ډېرې ستونزې حل شي.
سپوږمۍ وردګ
نوموړې وویل:
"مونږ چې له جګړو زیانمنې مېرمنې لیدلي، دوی له تاوتریخوالي او بد ژوند سره مخ دي، له دوی سره د دولتي او غیر دولتي ادارو له خوا ښه چلند نه تر سره کېږي او دا له هغو موضوعاتو څخه دي چې مونږ يې د یوې پالېسۍ جوړولو ته اړ کړو، تر څو له دوی سره مرسته شوې وي."
اغلې وردګ وايي، د ښځو چارو وزارت په جګړو کې تل د ملکي وګړو په تېره هم د بې ګناه مېرمنو په وژلو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه تازه راپور کې د تېرو لسو میاشتو راهیسې د ملکي وګړو مرګ ژوبله بې سارې بللې ده.
یوناما ویلي، د جنورۍ له میاشتې بیا د روان کال تر سپټمبر پورې ۳۶۳۴ ملکي وګړو ته چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، مرګ ژوبله رسېدلې ده.
له دې وړاندې د ملي شورا غړو هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده.
له دې سره د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان چې په دغې خبري غونډه کې يې ګډون درلود، وايي چې دا پالیسي هغه وخت اغېزمنه تمامېږي چې د اړوندو بنسټونو له خوا په شفافه توګه عملي شي.
له ډلې يې عزیزې مهمند او حمیرا ثاقب ازادي راډيو ته وویل:
"که د ښځو چارو وزارت او اړوند بنسټونه په شفافه توګه دا پالیسي تطبیق کړي، بې له شکه چې مثبتې اغېزې به ولري."
"ډېره اړینه ده چې څو کمېټې د ښځو د دفاع او په جنګي شرایطو کې د دوی د خوندیتوب لپاره له دوی سره مرسته وکړي."
مېرمن مهمند وايي، هر کله چې جوړه شوې پالیسي د اړونده بنسټونو له لوري له تبعیض پرته په ټولو خلکو یو شان عملي شي، ښځې به هم وکولای شي چې له تاوتریخوالي او جګړو پرته په ارامو شرایطو کې ژوند وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ