د کندز عالمان او مشران: خلک دې په پوره ارادې په ټاکنو کې برخه واخلي

د کندز ولایت ديني عالمان او قومي مشران د دغه ولایت پر خلکو غږ کوي چې په پوره او قوي ارادې د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندید ته رأيه وکاروي.

د دوی په وینا، د ټاکنو پروسه په زیاتو اسلامي هېوادو کې منل شوی اصل ګڼل کېږي او خلک کولای شي چې په یوه ازاده فضا کې د خپلي خوښې زعیم او کاندید ته رأیه ورکړي، ځکه دغه کار د هېواد د ثبات په ټينګښت کې مهم رول لري.

دوی زیاتوي، په اسلام کې پر شورا تاکید شوی او له مسلمانانو غوښتل شوي چې په خپلو منځونو کې دې سره سلا او مشورې وکړي او اوسنۍ ټاکنې هم له همدې شورا شرچينه اخيستې او خلک کولای شي چې د رأیې کارونۍ په وسېله خپل ملي زعیم او وکیل وټاکي.

د معلوماتو له مخې، د راتلونکې شنبې په ورځ د میزان د میاشتې په ۲۸ مه د هېواد په کچه د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي او افغانان به په هېواد کې د یوه سیاسي تحول شاهدان واوسي.