پاکستاني چارواکي وايي، نن سهار یې د ماشومانو یو جنسي بریدګر او قاتل اعدام کړی دی.
محمد عمران نن چهارشنبه سهار وختي په لاهور کې په دار وځړول شو.
عمران د استيناف غوښتنه کړې وه، خو چارواکو یې غوښتنه رد کړې وه.
د عمران د اعدام پر وخت د اووه کلنې ماشومې زینب پلار هم حضور درلود.
پر زینب د جنورۍ په میاشت کې د عمران له خوا جنسي تېری شوی و او بیا وژل شوې وه.
د زینب پلار ویلي، خوشحاله شو چې د لور قاتل یې په سزا ورسېد.
د پاکستان د لاهور ښار د زندان یوه چارواکي مظفر عوان وویل چې پر ماشومانو جنسي بریدګر او قاتل محمد عمران منلې وه چې په زینب سربېره یې په ۷ نورو ماشومانو هم جنسي تېری کړی و او وژلي یې وو.
په پاکستان کې د راپورونو له مخې، هر کال پر درې نیم زره ماشومانو جنسي تېری کېږي او ځورول کېږي.