د پکتیا روڼ اندي: علماء د ممبر له لارې خلک انتخاباتو ته ښه هڅولی شي

د دولت د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا په هېواد کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدا د مخنیوي او د رأی کارونکو لپاره له ګواښ ډک خبرداري، په ټاکنو کې د خلکو احتمالي کم ګډون په هکله اندېښنې راپارولي.

بل‎خوا په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ییزه حکومتولي او ملاتړې کورنۍ او بهرنۍ ادارې هڅه کوي، څو د ټاکنو پر اهمیت د خلکو د پوهاوي له لارې په شرایطو برابر خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوي.

د پکتیا روڼ اندي وایي، په ټاکنو کې د وګړو پراخ ګډون لپاره تر بل هر چا د علماوو رول ګټور او مهم دی ځکه خلک د علماوو پرېکړو ته په احترام قایل دي او په عملي کولو یې ځانونه مکلف ګڼي.

په ګردېز کې څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

"علماء کولای شي چې د اسلام له نظره د رأی اهمیت بیان کړي، زه یقین لرم چې د افغانستان وګړي به تقریباً ۹۵ فیصده خپله رأیه وکاروي او راتلونکی به شفاف او ښه پارلمان ولرو.

- پر علماوو د سیمې خلک پرې ښه باور کوي، له علماوو نه هیله کېږي چې دوی په‎دې برخه کې له ولس سره همکاري وکړي څو یې تشویق کړي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

-خلک د ممبر له لارې خبره ډېر ژر اوري او عمل پرې کوي، علمائ دې د ممبر له لارې ټول وګړي انتخاباتو ته وهڅوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي."

دوی وايي، که علماء په‎دې برخه کې خپل رول په ښه ډول ولوبوي نو تمه کېږي چې د دولت د وسله‎والو مخالفینو د ګواښونو سره- سره به خلک په ټاکنیز بهیر کې پراخ ګډون وکړي او ټاکنې به په معیاري ډول تر سره شي.

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي د دولت د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا ولس ته کړي ګواښونه د دوی تبلیغاتي جګړه بولي او ولس ته د څلور زره کسیز امنیتي ځواک پر مټ د ډاډمن امنیت په فضا کې د ټاکنو ترسره کېدو ډاډ ورکوي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمون‌وال دادالله هوتک ازادي راډيو ته وویل:

"د راتلونکو ټولټاکنو لپاره موږ مشترک خاص تدابیر نیولي چې تقریباً څلور زره قوه ده چې په‎کې زموږ د پولیسو ۱۷۰۰تنه دي او انشا‌‌ءالله موږ په‎دې مطمئن یو چې دا پروسه به په ډاډمنه توګه ترسره کړو."

له پکتیا څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو ټاکنیز تبلیغاتي کمپاینونه په مرکز او ولسوالیو کې روان دي، دوی هم په خپلو بیانونو کې خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون ته هڅوي.

راپور: اصیل ځاځی-پکتیا