د انتخاباتو کمېسیون د شکایتونو د کمېسیون د احتمالي پریکړو په اړه اندېښمن دی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د روانو څېړونو او د ولسي جرګې د کاندیدانو له لېسته د یو شمېر کاندیدانو د نومونو د ایستلو د احتمال په اړه اندېښمن دی.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته درې ورځې پاتې دي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال د داسې مسئلو راپورته کول، د انتخاباتو د پروسې په ګټه نه دي.

” د انتخاباتو د کمیسیون له خوا په دې اړه چې موږ به ځینې کاندیدان له لیست وباسو هیڅ مورد حقیقت نه لري. خو هیلمند یوو چې د شکایاتونو د کمیسیون پریکړې ددې سبب نه شي چې موږ ته کوم بل سر درد پیدا کړي.“

بل خوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، دا مهال دوی په جدیت د ولسي جرګې د کاندیدانو لیست څیړي، څو د کاندیدانو له خوا احتمالي سرغړاوي او یا په شرایطو نه پوره کیدل، دې کمیسون ته ثابت شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون کمیشنر او ویاند علي رضا روحاني ازادي راډیو ته وویل، که چیرې د ولسي جرګې د کوم کاندید په اړه سرغړاوي دوی ته ثابت شي نو نوم به یې د میزان د اته ویشتمې نیټې د انتخاباتو له لیست څه وایستل شي.

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ په پرته له غزني، په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.