سپاه‌پاسدارن: پاکستان دې هغه وسله‌وال وځپي چې ایراني ځواکونو یې تښتولي

د ایران سپاه پاسدارن ځواک له پاکستانه غوښتي څو هغه مشکوک وسله‌وال وځپي چې د ایران د امنیتي ځواکونو ۱۴ سرتېري یې تښتولي دي.

د راپورونو له مخې دا کسان د سې شنبې په ورځ د ایران او پاکستان ترمنځ له سرحدي سیمې څخه تښتول شوي.

د ایران سپاه پاسداران همدارنګه غوښتنه کړې چې پاکستاني چارواکي دې ددې ایراني سرتیرو د خوندي خوشې کیدو لپاره هر ډول هڅې وکړي.

رسنیو راپور ورکړی چې د تښتول شویو کسانو دوه تنه یې د سپاه پاسداران د استخباراتي ډلې مهم غړي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ددې هیواد چارواکو له ایراني پوځ سره له نژدې کار کوي څو د تښتول شویو کسانو ځای معلوم کړي.

د جیش العدل په نوم وسلوالې ډلې په یوې اعلامیه کې ددې ایراني نظامیانو د تښتولو مسولیت منلی دی.