دوو نړیوالو غیر دولتي سازمانونو په افغانستان کې د ورستۍ وچکالۍ له کبله ځپل شویو خلکو ته تر څلور دیرش میلونو ډالرو زیاته مرسته ځانګړي کړي دي .
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري صندوق (AHF) او پېښو ته د رسیدو مرکزي صندوق (CERF) د سه شنبې په ورځ وویل چې دا مرسته یې د دوو میلونو او دوه سوه زره کسانو لپاره په پام کې نیولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري هم غږۍ ادارې په یوې خبر پاڼې کې ویلي، څو نړیوالې او کورنۍ ادارې به په دې پیسو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې غذايي مواد، د څښاک اوبه، روغتیايي اسانتیاوي، اضطراري خیمې او د څارویو د ژغورنې مرستې برابرې کړي.
تر دې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږونکي ټوبي لینزر ویلي وو چې په افغانستان کې وچکالۍ درې میلونه کسان د خوراکي موادو د کمښت له جدي خطر سره مخ کړي دي.
د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره هم تاییدوي چې ددې هیواد شل ولایتونه د وچکالۍ له کبله د غذايي موادو د کمښت سره لاس او ګرېوان دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې سږنۍ وچکالي بې سارې بللې ده او اړو کسانو ته یې د بیړنیو مرستو د رسولو غوښتنه کړې.