د امریکا د مالیې وزارت د ایران د نیمه پوځي ځواکونو پر مالي سرچینو نوي بندیزونه لګولي دي.
دا ځواکونه تورن دي چې ماشومانو ته روزنه ورکوي او له هغوی څخه د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د ځواکونو ترڅنګ په جګړو کې کار اخلي.
د امریکا دا تازه بندیزونه چې د سه شنبې په ورځ اعلان شول، پر شا او خوا شل هغو شرکتونو او مالي ادارو لګول شوي چې د ” د بسیج د همکارۍ بنسټ“ تر څار لاندې کار کوي.
د ایران د تراکتور جوړونې شرکتونه، د اصفهان د فولادو صنایع او ملت بانک د هغو مهمو موسیسو څخه دي چې د امریکا ددې نویو بندیزونو هدف ګرځول شوي دي.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار نیویارک میشتې ډلې د ” د بسیج د همکارۍ بنسټ“ په اړه یو راپور خپور کړی او په کې یې ویلي چې دا بنسټ په ایران کې له میشتو افغان ماشومانو څخه په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم په پلوۍ جګړه کې کار اخلي.