د ایران (ګارد سپاه پاسداران انقلاب) نن سې شنبه پر پاکستان غږ وکړ چې هغه مشکوک وسله وال چې د ایران د امنیتي ځواکونو ۱۴ غړي يې د دواړو هېوادونو له سرحدي سیمو تښتولي، پېدا کړي.
د سپاه پاسداران انقلاب ګارد په بیان کې ویل شوي:
"موږ د پاکستان له حکومته دا تمه لرو چې دا ترورېستي ډلې به چې د سیمې یوشمېر دولتونه یې ملاتړ کوي، پېدا کړي او برمته شوي ایراني ځواکونه به عاجل خوشې کړي."
د ایران د دولتي رسنیو په حواله نن سهار ۱۴ امنیتي ساتونکي چې د سپاه پاسداران انقلاب ګارد د استخباراتو د برخې دوه مامورین هم په کې وو، په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پاکستان پولې ته نېږدې وتښتول شول.
د ایران خبري اژانس ایرنا ویلي چې دا کسان نن سهار د څلورو او پنځو بجو په شااوخوا کې یوې ترورېستي ډلې تښتولي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.