صیاد: د انتخاباتو لپاره ټول عملیاتي، تخنیکي او عملي پروګرامونه بشپړ شوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته ټول عملیاتي، تخنیکي او عملي پروګرامونه بشپړ شوي دي.

دغه کمېسیون وايي، د ولسي جرګې انتخاباتو ته چمتووالی بشپړ شوی او هڅه کوي چې شفاف انتخابات ترسره کړي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او کورنیو او بهرنیو نظارت کوونکو سره د انتخاباتو په ملي غونډه کې له خلکو غوښتنه وکړه چې له کمېسیون سره د شفافیت به برخه کې مرسته وکړي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد

دی وایي:

"د انتخاباتو ټول عملیاتي، تخنیکي او عملي پروګرامونه بشپړ شوي، د راتلونکې شنبې په ورځ به د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات ترسره کېږي، له هېوادوالو مو غوښتنه داده چې په ذوق او شوق سره په انتخاباتو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندید ته رأیه ورکړي او د خپل پارلمان برخلیک په خپله وټاکي."

ښاغلی صیاد زیاتوي چې د ولسي جرګې اوسني انتخابات له پخوانیو هغو سره ځکه توپیر لري چې د رأیې د ورکړې نوملړ، د پېژندلو ځانګړي قلمونه او رنګونه او همدا شان بایومټریک سیستم دستګاوې ورکې کارول کېږي.

نوموړی وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو د شفافیت لپاره له دې زیات نور څه نه شي کولای.

عبدالبدیع صیاد له ټولو افغانانو وغوښتل کله چې په انتخاباتو کې د فساد، تخلف او درغلیو نښې نښانې وګوري کمېسیون ته دې خبر ورکړي.

د راتلونکې اوونې د شنبې په ورځ چې د مېزان ۲۸ کېږي له غزني ولایت پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو لپاره انتخابات کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دغو انتخاباتو د څار لپاره نېږدې درې لکو کورنیو او یوشمېر بهرنیو څارونکو ځانونه ثبت کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د افغانستان په راروانو انتخاباتو کې د کورنیو ناظرانو ونډه مهمه بللې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په غزني ولایت کې د بېلابېلو دلایلو له امله انتخابات نه ترسره کیږي او د انتخاباتو له قانون سره سم تر بل ځلې انتخاباتو پورې به په ولسي جرګه کې د دغه ولایت پخواني استازي د وکالت چارې په مخ وړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د انتخاباتو په ورځ د شکایتونو د ثبت او د هغوی د خوندي ساتلو لپاره چمتووالی لري.

د دغه کمېسیون د درالانشاء رئیس محمد علي ستیغ په همدې غونډه کې وویل:

"په لومړي ځل لپاره د انتخاباتي شکایاتونو کمېسیون، د رایه ورکونې په مرکز کې یو استازی په دنده ګمارلی، هر څوک چې د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتو اړوند سرغړونې وویني، کولای شي خپل شکایت هلته ثبت کړي، ان شاءالله د شکایت کوونکي شکایت به خوندي وي."

که څه هم د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ناامني تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې امنیتي ځواکونو ورته د انتخاباتو په ورځ د امنیت ډاډ ورکړی.

راپور: رحمت الله افغان