د دایکنډي ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په کارګرانو او د ځنګلونو د ساتنې د څلورو ټولنو په غړو ۷۲ مېږې او ۸۴ کېلو ګرامه د غرنيو بادامو او شنو تخمونه ووېشل.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرستې د طبیعي منابعو د پروژو له لارې برابرې شوې دي.
د دغو مرستو له لارې به د دایکنډي ولایت په کیتي، خدیر او شهرستان ولسوالیو کې د غرنیو بادامو ۲۰ هکتاره ځنګلونه جوړ شي.
د ښاغلي رستمي په خبره، له دغو مرستو به ۱۴۴۰ تنه ګټه واخلي او د چاپېریال ساتنې سره به هم مرسته وشي.