ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به د افغانستان د برښنا شبکه په منظمه توګه وصل او د فابریکو د برښنا د کمښت ستونزه به هواره شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه خبره ولسمشر محمد اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له صنعتکارانو او سوداګرو سره د لیدنې پر مهال تېر ماښام کړې ده.
ښاغلي غني د دولت او پانګهوالو ترمنځ همکاري د افغانستان د پرمختګ شرط وباله او زیاتهيې کړه چې په قوانینو او مقرراتو کې بدلونونه به د پانګونې په برخه کې ډېرې ستونزې هوارې کړي.
ولسمشر غني له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو اتحادیې ایجاد کړي چې پور ورکولو ته زمینه برابره شي.
د نوموړي په خبره، هر سکټور چې په ځان بسیاینې ته ورسېږي، د دولت په تدارکاتو کې ارزښت ورکول کېږي.