یوناما د افغانستان انتخاباتو کې د کورنیو ناظرانو ونډه مهمه بولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د افغانستان په راروانو انتخاباتو کې د کورنیو ناظرانو ونډه مهمه بولي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د رأی ورکولو له څه باندې پنځه زره مرکزونو څخه د بې‌پرې ناظرانو او د کاندیدانو د استازو پراخ او باخبره پوښښ خورا مهم او د درغلیو د تشخیص او مخنیوي لپاره اغېزمنه وسیله ده.

خبرپاڼه چې نن خپره شوه، د یاماموتو له قوله زیاتوي چې افغان ناظران د انتخاباتو د پروسې ساتونکي دي او د درغلیو په مخنيوي کې اساسي مسؤلیت لري.