د سمنګان چارواکي وايي چې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد طاهر خواني او ۲۰ تنه ملګري یې چې د کوزې درې صوف د امنیت د ټینګولو په مقصد دې ولسوالۍ ته تللي وو، وژل شوي دي.
د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې خبر د تأیید تر څنګ وویل چې دا افغان پوځیان له څو ساعته مقاومت وروسته تېره شپه د طالبانو په برید کې ووژل شول.
ښاغلي ابراهیمي د مړو او زخمیانو دقیق شمېر څرګند نهکړ، خو سیمهییزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې پهدې حمله کې نږدې ۳۰ تنه افغان پوځیان وژل شوي دي.